د ښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې ناسته

sao-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۹:۵۷
SAO

د پلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال تر نظر لاندې د۱۳۹۸کال دتلې دمیاشتې پر دوهمه نیټه چې د۲۰۱۹/۱۰/۲۴زیږدیزکال سره سمون لري دادارې په مطبوعاتي تالار کې دښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې  دوهمه ناسته تر سره شوه اوخپلې کاري برنامې سره شریکې کړې.

په پیل کې  دښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې رئیس وویل: یو ګتور ،اغیزمن او ځواب ویونکی حکومت دښاریانو او مدني ټولنو استازو له ګډون پرته ؛ مفهوم نلري. نو له همدې امله دپلټنې عالي ادارې  دخلکو ګډون دپلټنې په پروسه کې  پیل کړ.

ددغې کمیټې د پرله پسې غونډو په دوام سره ؛  نن ورځ ددغې کمیټې  دلومړۍ ناستې  دپریکړو دتطبیق درپوټونو په اړه خبرې اترې وشوې او ددغې کمیټې دغړو له معرفي ورسته  داجندا سره سم  دادارې حقوقي سلاکار  دمشارکت دکمیټې دمرستیال په توګه  ورسته له دې چې ددغې کمیټې له غړو څخه نظر غوښتنه وشوه وټاکل شو تر څو دکمیټې درئیس په نه شتون کې ددغې کمیټې چارې پرمخ بوزي.

همدارنګه دغونډې په لړ کې  ښاغلي فضل وویل: لازمه ده تر څو دکمیټې غړي دپلټنې په پروسه کې دخلکو دګډون داغیزمنتیا په خاطر له مدني ټولنو اوله رسنیو سره ناستې تر سره کړي  او  همدارنګه  پدې اداره کې او د ولایتونو په سیمه ایزو ریاستونو کې  دشکایتونو دصندوقونو دنصف په اړه او  درسنیو له استازو سره ناستې تنظیم او دګډون په اړه یې په دې پروسه کې لاپاملرنه وشي  تر څو دغه پروسه له پراخې دامنې څخه برخورداره شي.

پدې غونډه کې دپلټنې په پروسه کې دخلکو عامه ګډون آمریت دعملیاتي پلان او همدارنګه ددغه آمریت داجرایوی طرزالعمل دلا غنی کیدلو په اړه  بحث  او دنظرونو تبادله تر سره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې دپلټنې عالي اداره دځواب ویلو دفرهنګ درواجولو په خاطر په ورستیو کې مدني ټولنې او رسنۍ چې دخلکو څخه استازیتوب کوي .دپلټنې په پروسه کې شریک کړي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاي؛ په ستره محکمه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د پلټنې ډلې غړو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۰:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په پنجشیر ولایت کې تر پلټنې لاندې ادارو لیدنه وکړه

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، د بشري سرچینو رییس ښاغلي قاري عتیق الله شهادت یار او د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د افغانستان برېښنا شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۸ نېټه د افغانستان. . .

BACK TO NEWS