په ګډو (مشارکتي) پلټنو کې د خلکود څرګندونو او فکرونو ونډه
دپلټنې عالي ادارې په عامه ادارو کې دلا روڼتیا، حساب ورکونې اود ښاریانو اوعامه ادارو ترمنځ د باور د رامنځته کیدو په موخه ، ګډې پلټنې تر سره کوي. پدې پلټنو کې د پلټنې عالي ادارې پلټونکي او د مدني ټولنو او رسنیو استازي په ګډه سره تر پلټنو لاندې مراجع کې پلټنې تر سره کوي.
دمشارکتي پلټنو اصلي موخه، د پلټنې په پروسه کې د خلکو او ښاریانو دنظرونو او فکرونو شریکول دي. باید وویل شي چې د مدني ټولنو استازي دټولنې له بیلا بیلو اړخونو څخه استازیتوب کوي، د پلټنې په پروسه کې د دوي په ګډون سره دا فرصت منځته رازي تر څو د پلټنې دلا روڼتیا او پیاوړتیا په برخه کې خپل نظرونه او فکرونه څرګند کړي او له کیفیت او روڼتیا څخه یې ډاډ تر لاسه کړي. دا موضوع ددې لامل کیږي تر څو له یو پلوه د خلکو باور دپلټنې په پروسه باندې ډیر شي او له پل پلوه د پلټنو د چارو د پیاوړتیا په برخه کې ګټورې او اغیزمنې تمامیږي.
د یادونې وړ ده چې : د مدني ټولنو استازي، رسنۍ او ښاریان کولی شي هغه موضوعګانې او مسلې چې د پلټنې وړ وي باید په آنلاین او لیکنې بڼې سره د پلټنې عالي ادارې ته یې وړاندې کړي تر څو موضوع تر پلټنو لاندې ونیول شي او د پلټنو د پایلو راپور یې د خلکو د پوهاوي په موخه خپور شي.