په ګډو (مشارکتي) پلټنو کې د خلکود څرګندونو او فکرونو ونډه

samema.sadat
Tue, Jun 22 2021 11:10 AM
sao

دپلټنې عالي ادارې  په عامه ادارو کې دلا روڼتیا، حساب ورکونې  اود ښاریانو اوعامه ادارو ترمنځ د باور د رامنځته کیدو په موخه ، ګډې پلټنې تر سره کوي. پدې پلټنو کې  د پلټنې عالي ادارې پلټونکي او د مدني ټولنو او رسنیو استازي  په ګډه سره   تر پلټنو لاندې مراجع کې پلټنې تر سره کوي.
دمشارکتي پلټنو اصلي موخه،  د پلټنې په پروسه کې  د خلکو او ښاریانو دنظرونو او فکرونو شریکول دي. باید وویل شي چې د مدني ټولنو استازي دټولنې له بیلا بیلو اړخونو څخه استازیتوب کوي،  د پلټنې په پروسه کې د دوي په ګډون سره دا فرصت منځته رازي تر څو د پلټنې  دلا روڼتیا او پیاوړتیا په برخه کې   خپل نظرونه او فکرونه څرګند کړي او له کیفیت او روڼتیا څخه یې  ډاډ تر لاسه کړي. دا موضوع ددې لامل کیږي تر څو له یو پلوه د خلکو باور دپلټنې په پروسه باندې  ډیر شي او له پل پلوه د پلټنو د چارو د پیاوړتیا په برخه کې ګټورې او اغیزمنې  تمامیږي. 
د یادونې وړ ده چې : د مدني ټولنو استازي، رسنۍ او ښاریان کولی شي  هغه موضوعګانې او مسلې چې د پلټنې وړ وي باید  په آنلاین او لیکنې بڼې سره د پلټنې عالي ادارې ته  یې وړاندې کړي تر څو موضوع تر پلټنو لاندې ونیول شي او د پلټنو د پایلو راپور یې  د خلکو د پوهاوي په موخه  خپور شي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS