د پلټنې عالي ادارې؛ (په عامه سکتور کې پلټنې) تر عنوان لاندې د چمتووالي درې میاشتني پروګرام ( ۱۶) تنو فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۹ - ۱۲:۱۶
555

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني میاشتې په ۲۵ نېټه د پلټڼې عالي ادارې د مسلکي پراختیا ریاست له لوري ( په عامه سکټور کې پلټنې( د چمتووالي درې میاشتني پروګرام د لومړۍ دورې ( ۱۶) تنو فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل.
په پیل کې د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا رییس ښاغلي سیدرحمن رحمن د یاد پروګرام په اړه وویل: د پلټنې عالي ادارې مشرتابه، په همکارۍ او همغږۍ ددې ریاست د ظرفیت لوړولو برخې وکولای شو، چې یاد زده کړیز پروګرام ترسره کړي او د دغه پروګرام درسي موضوعات د پلټنې، محاسبې، مالي مدیریت او مدیریت بنسټونه، کمپیوټر او انګلیسي ژبه وه.
د غونډې په دوام د پلټنې عالي ادارې ارشد سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي ددې زده کړیز پروګرام موخه په عامه سکټور کې پلټنې د یو کلن پروګرام د پیل لپاره مهمه وبلله اونوموړي زیاته کړه: ددغه شان پروګرامونو برابرولو سره به وکولای شو، چې د پلټنې عالي ادارې او نورو ادارو کارکونکو ته د پلټنې د معیارونو او بنسټونو په اړه پوره معلومات ورکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د پلټنې عالي اداره، د پلټنې د عالي ادارو د نړیوال سازمان (انتوسای)غړیتوب لري او یاد سازمان د خپلو غړو هېوادونو لپاره د پلټنې نړیوال معیارونه ټاکي او د یاد سازمان غړي هېوادونه د ټاکل شویو معیارونو په ترسره کولو مکلف دي.

32

54

34

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۲۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ کابل پوهنتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د پوهنې روغتیا او کلتور برخې د پلټنې امر ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي، د پلټنې ډلې امر او غړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

BACK TO NEWS