د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، د برچي په ۵۰ بستریز روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۵:۲۷
43

د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب په مشرۍ پلاوی، چې ورسره د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدلاحد قیومي او نورو غړو ګډون درلود، د برچي د ۵۰ بستریز روغتون له رییس ښاغلي همراه خان نیک پی او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲ نېټه وکتل.
غونډه د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلاوي مشر ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب د قران کریم او نبوي حدیثو په رڼا کې د بیت المال په ساتنه کې د پلټنې په ونډې، موخو او تاریخي مخینې معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په اوږدو کې، ښاغلي عبدالاحد قیومي د پلټنې عالي اداره په هېواد کې د عوایدو او عامه شتمنیو د سم  لګښت په اړه د ډاډ ترلاسه کولو یواځينی بنسټ وباله.
په پای کې د برچې ۵۰ بستریز روغتون مسوولینو، په خپل وار پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او له پلټونکو سره یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

4322

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د روغتیایي قوانینو له عملي کېدو د څار ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۴۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات، د رسنیو او عامه اړیکو امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵۷
Background image

د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې ناسته ترسره شوه

د پلټنې عالي ادارې د عدلي تعقیب وړ قضیو د تدقیق کمېټې، د ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني په مشرۍ او د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د. . .

BACK TO NEWS