د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور

sao-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۶:۴۵
sao


د پلټنې عالي ادارې، ګټه لرونکو (ذینفعانو) کې ادارې، سازمانونه، بنسټونه، ښاریان او مختلف خلک شامل دي، د پلټنې عالي اداره هڅه کوي ترڅو په مراجعو کې د اغیزمنو پلټنو د تر سره کولو او د راپورونو د شریکولو له لارې له ګټه لرونکو سره اغیزمنې او ګټورې اړیکې ولري.
د پلټنې عالي ادارې، د ګټه لرونکو یوه برخه ښاریان تشکیلوي؛ ښاریانو ته د معلوماتو او اطلاعاتو د لاسرسي لپاره د پلټنې عالي ادارې مشرتابه اغیزمنې او ګټورې کړنې تر سره کړي دي، چې کولی شي په یوه ځانګړي فارمت کې د ښاریانو لپاره د پلټنې را پور ته اشاره وکړو چې د پلټنې په پروسه کې ښاریانو ګډون کړی او دپلټنې راپور یې خپور شوی ده.
د ښاریانو لپاره د پلټنې را پورونه په ساده روانه او عام فهمه ژبه ترتیب شوي دي او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ولس دپوهاوي په موخه خپریږي.
په وروستیو کې د دولت د قطعیه حساب د پلټنې او د کړنو پلټنې ( تفتیش عملکرد ) راپورونه د ښاریانو لپاره د پلټنې راپور په ځانګړي فارمت کې د ښاریانو د پوهاوي په موخه، د ادارې دویپ پاڼې له لارې خپور شوی ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۵۲
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل هوایي ډګر په ګمرک ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجاز الحق عزیزي، د پلټنې ډلې امر ښاغلي مولوي محمدسلیم صدیقي او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په په ۲۷ نېټه د کابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د زندانو د چارو د تنظیم اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق او د پلټنې ډلې غړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې. . .

BACK TO NEWS