د خلکو لپاره د پلټنې راپور؛

samema.sadat
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۴:۹
sao

د ښاروالیو د قوانینو او مقرراتو د پلې کولو د پلټنې راپور خپور شو.

۲۴. چنګاښ. ۱۴۰۰

د پلټنې عالي ادارې د قوانینو او مقرراتو د رعایت د پلټنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال د پلټنې له پلان سره سم د یو شمیر ښاروالیو د ۱۳۹۸ مالي کال او تیرو مالي کلونو د فعالیتونو او کړنو پلټنه د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ترسره کړ.

  • ایا تادیات په سمه توګه د لارښودونو او مقرراتو سره سم ثبت شوي که نه؟
  • ایا تر پلټنې لاندې ښاروالیو کې د تړون لاسلیک، د تړون مدیریت، د تړونونو او د پیرودلو شرایطو لاندې تادیاتو کې د تدارکاتو د قانون احکام یا د تړونونو شرایط په پام کې نیول شوي که نه؟
  • ایا کرایه، حق الاجاره، مالیه، اضافي تادیات او د نورو مواردو محاسبې او د ترلاسه کولو میتود، له نافذه قانون او مقرراتو سره سم اجرا شوي که نه؟
  • ایا په ادارو کې پر عایداتو د مالیې په ورکړه کې د ځنډ له امله د جریمې د وضع کولو وضعیت له منل شویو مکلفیتونو سره مطابقت لري که نه؟
  • ایا تر پلټنې لاندې ادارو کې د داخلي کنټرول سیسټم شته او دا سیسټم له قوانینو، مقرراتو او نورو مواردو سره سم اغیزمن دي که نه؟
  • ایا د ادارو فعالیتونه، معاملې، پروسې، مدیریت او کړنې له نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم ترسره شوې دي که نه او په دې برخه کې روڼتیا او حساب ورکونه شته؟
  • په خپل وخت سره د  پیسو د تصفیې لپاره د ښاروالیو د کړنو څړنګوالی.
  • د تیرو کلونو د عوایدو او لګښتونو د باقیاتو راټولولو لپاره د ښاروالیو د کړنو څړنګوالې.

دا راپور د خلکو د عامه پوهاوي په موخه د پلټنې عالي ادارې په ویبپاڼه کې خپور شوی او د لاندې لینک له لارې د لاسرسي وړ دی.

https://sao.gov.af/sites/default/files/2021-07/%DA%AF%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%B4%20%D8%AA%D9%81%D8%AA%DB%8C%D8%B4%20%D8%B4%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%84%DB%8C%20%D9%87%D8%A7%20%D8%A8%D8%B1%D8%A7%DB%8C%20%D8%B4%D9%87%D8%B1%D9%88%D9%86%D8%AF%D8%A7%D9%86%20.pdf

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS