د پلټنې عالي ادارې او کابل پولېتخنیک پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

samema.sadat
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۴:۴۲
sao

۱۹. زمری. ۱۴۰۰

د پلټنې عالي ادارې او کابل پولېتخنیک پوهنتون ترمنځ د علمي تجربو د شریکولو، مناسب علمي بستر د رامنځته کولو، د علمي او ښوونیزو پروګرامونو له لارې د پلټونکو او زده کړیالانو د مهارتونو او وړتیاوو د لوړولو، د دواړو لوریو ترمنځ د علمي فعالیتونو د پیاوړي کولو او د پولېتخنیک پوهنتون زده کړیالانو ته د کار زده‌کړو د زمینې برابرولو په موخه د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او د کابل پولېتخنیک پوهنتون د رییس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال له خوا د دواړو ادارو د یو شمېر رییسانو او مسوولینو په حضور کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 

sao

د پلټنې عالي ادارې او کابل پولېتخنیک پوهنتون تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال د پوهنتون رییس ښاغلي اقبال په اوسني وخت کې د پلټنې عالي ادارې دندې حساسې او جدي وبللې او د دغې ادارې کړنې یې وستایلې. نوموړي زیاته کړه چې د کابل پولېتخنیک پوهنتون مشرتابه خوښ دی چې نن د هیواد له یوې با اعتباره ادارې سره دا هوکړه لیک لاسلیک کوي. هغه وویل چې پولېتخنیک پوهنتون د دې هوکړه لیک پر بنسټ د دواړو لوریو وړتیا لوړولو ته چمتو دی او ژمنه کوي چې د پلټنې او نورو برخو کې به د پلټنې له عالي ادارې سره په ګډه کار وکړي.sao

وروسته د پلټنې عالي ادارې د کړنو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د پلټنې مرستیال سید بلال هاشمي د خبرو پرمهال وویل چې د کابل پولېتخنیک پوهنتون کولی شي په بېلابېلو برخو کې د پلټنې له عالي ادارې سره مرسته وکړي. نوموړي وویل چې د دې هوکړه لیک لاسلیک کول به د دواړو لوریو د ګډو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. ښاغلي هاشمي همداراز هیله څرګنده کړه چې د دغه هوکړه لیک لاسلیک به په راتلونکي کې د پلټنې عالي ادارې او د کابل پولېتخنیک پوهنتون ترمنځ همکاري لا پیاوړې او دومداره شي.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو مرستو ترڅنګ، د پلټنې عالي ادارې یو شمېره کارکوونکو ته د ماسټرۍ د زده کړې زمینه برابره شي.

sao

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د روغتیایي قوانینو له عملي کېدو د څار ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۳۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د معلولینو او معیوبینو بیارغونې روغتون کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

BACK TO NEWS