د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د اریانا افغان هوایي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Tue, May 30 2023 11:14 AM
dsfs

د اریانا افغان هوایي شرکت د پلټلو په پار، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د دې ادارې د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټونکو په شتون کې د اریانا افغان هوایي شرکت له عمومي رییس ښاغلي حاجي رحمت الله اغا او ددې ادارې له نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۹ نېټه په یاد شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي مولوي حزب الله رښتین د نورو معلوماتو تر څنګ د پلټنې عالي ادارې د تاریخي مخینې په اړه وویل: د پلټنې عالي اداره د خپلو مسلکي پلټونکو د پلټنو پر مټ په ښې حکومتولۍ کې ونډه لري، پر همدې بنسټ که په ادارو کې تېروتنې شتون ولري، ددې ادارې پلټونکي مسوول دي، چې د رغونکو سپارښتنو له لارې د ادارو پام ور واړوي، ښاغلي رښتین د حکومت په چوکاټ کې د پلټنې عالي اداره هڅانده اداره وبلله، چې د خپلو ارزونو له لارې خلکو او حکومت ته له عوایدو او لګښتونو ډاډ ورکوي، نوموړي د اریانا افغان هوایي شرکت له مسوولینو پلټونکو سره د همکاري او په وخت د استعلامونو ځوابولو او اسنادو وړاندې کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: د پلټنې د موندنو راپور پلټونکي برابروي او د ترتیب شوې مسودې یوه کاپي یې د ادارو مسوولینو ته د نظر څرګندولو لپاره وړاندې کوي.
په پای کې د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي رییس ښاغلي رحمت الله اغا د پلټنې عالي ادارې له پلاوي هرکلی وکړ، زیاته یې کړه: د پلټنې بهیر په ادارو کې یو مهم اصل دی، او د چارو د ترسره کونکو له لوري، چې کومې نېمګړتیاوې او ستونزي موجودې وي، د پلټونکو له لوري دې روښانه شي، تر څو په راتلونکي کې تېروتنه ترسره نشي، او د پلټنې په بهیر کې یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

xcxzc

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS