د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال ددې ادارې کارکونکو ته وپېژندل شو

org_admin
Sun, Mar 03 2024 3:17 PM
dsfsd

د پلټنې عالي ادارې د ۳۲ شمېرې او ۱۴۴۵/۸/۶ نېټې وړاندیز او د ریاست الوزرا له منظورۍ وروسته د ۴۲۱۰ شمېرې او ۱۴۴۵/۸/۱۷ نېټې حکم پر بنسټ ښاغلی مولوي محمد نبي محمدي د پلټنې عالي ادارې د نوي مالي او اداري مرستیال په توګه د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۲۲ نېټه د دې ادارې کارکونکو ته وپېژندل شو په هغه غونډه کې، چې پر همدې موخه جوړه شوې وه د پلټنې عالي ادارې د رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي، ددې ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، د عملکرد او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، رییسانو او نورو کارکونکو ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي وینا وکړه او ښاغلی مولوي محمد نبي محمدي یې په لوګر ولایت کې د جهاد د بنسګرانو مجاهدینو له ډلې او د لوګر او کابل په فتحو کې یې د لویې ونډې څښتن وباله، د پلټنې عالي ادارې رییس د امارتي ادارو کارونه عبادت وباله، چې د بشر په لاس د جوړو شویو قوانینو پر ځای د خدای تعالی قانون ته خدمت کوي، نوموړي همداراز د شل کلن جهاد موخې دوه وبللې؛ لومړی د اشغال ختمول، چې ترلاسه کول او بله هغه یې هېواد کې د خدای ج د قوانینو عملي کول.
د پلټنې عالي ادارې مسلکي سلاکار ښاغلي مولوي عزت الله حقاني بیا نوي مرستیال ته د ښه خدمت کولو او د مشرانو له لوري د کړي باور د پر ځای کولو دعا وکړه او زیاته یې کړه: مجاهدینو د ځانونو په بدل کې انقلاب راوست اشغال یې ختم کړ، پکار دی، چې ولس او خلکو سره نیکه رویه وکړي او دا بریالی انقلاب له دې لارې بریالی وساتي.
نوي ټاکل شوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد نبي محمدي د اسلامي امارت د مشرتابه له کړي باوره مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې سپارل شوی مسوولیت به په پوره امانتولۍ او ایماندارۍ ترسره کړي.

sdasdadscxxxgdfdsgdeds

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS