د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

org_admin
Thu, Mar 28 2024 12:23 PM
hgdggd

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو، پلټونکو، امرینو او نورو کارکونکو په ګډون جوړ شوی و، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان په ۱۶ نېټه پای ته ورسید.
د سیمینار په لومړۍ ورځ د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د یاد سیمینار د ارزښت، د پلټونکو په صفتونو او د اسلامي شریعت سره سم د ژوند تېرولو په ګټو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي بیا د پلټنې د معیارونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې د ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر بیا د پلټونکو اخلاقي اصول د اسلام مبارک دین له لیده روښانه کړل.
د سیمینار په دوهمه ورځ د عملکرد او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د اسلام مبارک دین په رڼا کې د پلټنې په ارزښت او د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب بیا له جماعت سره د ترسره شوي لمونځ په فضیلت خبرې وکړې. د همدې ورځې په لړ کې د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات او د عملکرد او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري د پلټل کېدونکو ادارو له مسوولینو سره د همغږۍ او د ګډو پلټنو د ترسراوي په طریقو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د سيمینار په وروستۍ ورځ د پلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني د امانتولۍ، رازساتنې، او د پلټنې د راپورونو پټ ساتلو اړوند د قران او احادیثو په رڼا کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: راز ساتنه په اسلام کې یو اصل دی او ښکاره کول یې حرام دي، همدارنګه رازساتنه یو امانت او په ژمنه وفا ده، څوک، چې راز ښکاره کوي د لوی خیانت ترسره کونکی دی. نوموړي د پیغمبر ص او صحابه کرامو په ژوند کې راز ساتنه په هر اړخیز ډول تشریح کړه. 
ښاغلي عزت الله حقاني همدراز زیاته کړه: د پلټنې عالي ادارې دنده په نورو ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کول دي، ټولې ملکي او نظامي ادارې په دې ادارې باور لري او پلټونکو ته یې د پلټنې پر بهیر کې اسناد او معلومات په واک کې ورکوي، پلټونکي مکلف دي، چې د ادارو رازونه پټ وساتي تر څو د پلټنې عالي ادارې او نورو ادارو تر منځ د بې باورۍ سبب نشي.
ورپسې د پلټنې عالي ادارې د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت وینا وکړه او یاد سيمینار یې د فساد پر وړاندې وقایوي سيمینار وباله، زیاته یې کړه: هر عمل، چې د اسلامي شریعت او اسلامي قوانینو خلاف ترسره شي، فساد دی، د پلټنې عالي ادارې دفتر رییس د لوړ رتبه امرینو او مسوولینو له امرونو سرغړونه، منفي فکر کول، ناسم چلند، له واکه غلطه ګټه اخیستنه، مالي او جنایي سرغړونې په عامه ادارو کې د اداري فساد په توګه وشمېرل او په دې اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
پای کې د بنسټیزو پروژو، طبيعي سرچینو، اقتصاد او زراعت برخې د پلټنې رییس ښاغلي وحیدالله پویا د کورنیو کنټرولولو د ارزښت په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

hdhhdh

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS