د پلټنې په پروسه کې د خلکو د ګډون چارو ته د رسیدلو دکمیټې په اړه د مدني ټولنو او رسنیو د استازو مشورتي او د نظر غوښتنې غونډه جوړه شوه

sao-af
Tue, Jul 30 2019 5:41 AM
Sao

د ۱۳۹۸ کال د زمري په اوومه  له مدني ټولنو او رسنیو سره د پلټنې عالي ادارې د ناستو په دوام سره د پالیسې او پلان رېیس فضل‌الله نظامی، دچاپیریال او دکړنو د پلټنې آمر احمد شکیب کاردوست، دپلټنې په بهیر کې دعامه ګډون آمر غلام عباس حکیمی او د مدني ټولنو استازو، رسنیو او د افغانستان د پرانیستې حکومتوالۍ سکرتریت استازي په ګډون سره د پلټنې عالي ادارې دپلان او پالیسې  رئیس په دفتر  کې مشورتي اودنظر غوښتنې غوڼډه  جوړه شوه ،. پدې ناسته کې  دښاریانو دشکایتونو دثبت دڅرنګوالی دمیکانیزم او هغوي ته درسمي ویب پاڼې له لارې  دځواب ورکولو  په اړه  او همدارنګه  دښاریانو شکایتونو ته درسیدلو دکمیټې په اړه خبرې اترې وشوي.

غلام عباس حکیمی، دپلټنې په پروسه کې  دښاریانو دګډون په اړه دغونډې داجندا په اړه لنډه معلومات ورکړل او ورپسې د ښاریانو دشکایتونو د ثبت فورم یی معرفی کړ.

ښاغلي حکیمی وویل: د پلټنې عالي ادارې د پلټنې په پروسه کې دخلکو دګډون د څرنګوالي په موخه یو میکانیزم ترتیب کړی ده. چې پر پلې کیدلو یې هڅې روانې دي. دهغه پر وینا  دهغو موضوعګانو تطبیق چې په میکانیزم کې وړاندینه شوې ده  د مدني ټولنو اورسنیو په همغږۍ سره  پیل شوي دي.

حکیمی څرګنده کړه:  یوه هغه موضوع چې پدې میکانیزم کې وړاندینه شوې ده، د خلکو د نظرونو او شکایتونو د پورتل جوړول دي  چې له نیکه مرغه دغه برخه دپلټنې عالي ادارې په ویب پاڼه کې  بشپړ شوی ده، او ښاریان کولی شي هغه موضوعات او پروژې  چې پلټنې ته اړتیا لري  له دې لارې څخه دپلټنې عالي ادارې سره شریکې  کړي.

همدارنګه ددغه میکانیزم په بله برخه کې د خلکو دګډون چارو ته درسیدلو کمیټې جوړولو ته اشاره شوې ده. چې پدې اړه هم په بشپړه توګه  معلومات دغوڼدې ګډون والو ته ورکړل شول. همدرانګه پدې لړ کې د مدني ټولنې داستازو له خوا د وړاندیزونو او څرکندونو په ترڅ کې،  ګډون وال پدې کمیټه کې د مدني ټولنو استازو داغیزمنې ونډې غوښتونکي شول او څرګنده یې کړه چې دمدني ټولنې او رسنیو بنسټونو ته باید فرصت ورکړل شي ترڅو دیویې غونډې په ترڅ کې  دمدني ټولنې او رسنیو ژمن بنسټونه خپل استازی دخلکو دګډون چارو ته درسیدلو کمیټې ته وروپیژني.

په اخر کې د مدني ټولنې او رسنیو دبنسټونو استازو، چې دپلټنې له ټیمونو سره همکاري لري خپل مختصر رپوټ له خپل ګډون څخه  په مراجع کې د دغې غوڼډې له غړو سره یوځای کړ او پر هغه باندې بحث تر سره شو.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS