دپلټنې په عالي اداره کې د هیواد د اساسي قانون اوولسمه کلیزه ولمانځل شوه

sao-af
Tue, Jan 12 2021 10:36 AM
sao

هغه لمانځغونډه چې د هیواد اساسي قانون د اوولسمې کلیزې په مناسبت د ښاغلي امین الله یونسي، د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب دپلټنې رئیس، صفی الله بری دعوایدو دپلټنې رئیس، لطف الله رحیمی، د اساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسیون حقوقي متخصص، د ادارې مشرتابه او کارکوونکو په ګډون، نن سه شنبه د۱۳۹۹لمریز کال دمرغومې په ۲۳ نیټه د ادارې دغونډو په تالار کې تر سره شوه.

غونډه د قرآن کريم په څومبارکوآيتونو سره پيل شوه او ورپسې ښاغلي امین الله یونسي د اساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسیون له استازي او د ادارې له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې پردې غونډه کې ګډون کړي او همدارنګه د اساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسیون نه ستړیکدونکی هلی ځلی او هڅې پدې برخه کې وستایلې.

ښاغلي یونسی د اساسي قانون دلمانځغونډې موخه له قانون څخه پوهاوی او دهغه پلې کول په ګوته کړل او څرګنده یې کړه چې یو شمیر ښاریان او هیوادوال داساسي قانون څخه ناخبره دي او پدې اړه بشپړ معلومات نلري نو اړینه ده تر څو داسې برنامې په لاره واچول شي.

نوموړي دخپلو خبرو په لړ کې د اساسي قانون دمخینې په اړه په نړۍ او افغانستان کې رڼا واچوله او څرګنده یې کړه: د افغانستان اوسینی اساسي قانون یواځنی سند او ملي وثیقه ده چې له شپاړلس کلونو څخه ډیر تر اجرا لاندې دی اودهیواد د وګړو ټول اساسي، سیاسي، مدني، ټولنیزاوفرهنګي، جنسي مساوات او فردي حقونه یې د دوهم فصل په (۳۸) مادوکې داتباعو اساسي حقوق او وجایبو تر سرلیک لاندې پکښې رانغښتي دي.

همدارنګه ښاغلي یونسی خپلواکي غوښتنه، آزادي غوښتنه، دملت جوړول، دملي یووالي ټینګښت او تل پاتې سیاسي او حقوقي ثبات یې د افغانستان د اساسي قانون بنسټیز عنصرونه وبلل او زیاته یې کړه چې دوخت په تیریدو سره د اساسي قانون په ځینو مادو کې دتعدیل اړتیا لیدل کیږي.

ورپسې ښاغلی صفی الله بری، دپلټنې عالي ادارې د عوایدو دپلټنې رئیس، د افغانستان د اساسي قانون دمخینې په اړه یې ګډون والو ته معلومات ورکړل او د افغانستان اوسینی قانون یې دوخت له پلوه اوږد مهاله قانون وګڼه ، او څرګنده کړه چې د افغانستان اساسي قانون دنورو قوانینو دمور حیثیت لري او دهیواد د وګړو هویت څرګندوي.

sao

ورسته بیا د غونډې په پای کې لطف الله رحیمی، د هیواد د اساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسیون حقوقي متخصص، دپلټنې عالي ادارې څخه مننه وکړه چې د هیواد اساسي قانون د اوولسمې کلیزې په مناسبتې لمانځغونډه تر سره کړه، او د اساسي قانون دتصویب اوولسمه کلیزه یې د داساسي قانون پر تطبیق دڅارنې خپلواک کمیسیون په استازیتوب مبارکي وویله. ښاغلي رحیمی د اړیکو دتنظیم، دټولنیز او اقتصادي تعادل لپاره په بشري ټولنه کې دقانون د اړتیا او په نړۍ کې داساسي قانون د ونډې په اړه خبرې وکړي او دهیواد اساسي قانون یې په سیمه کې یو غوره او بی نظیره قانون یاد کړ او وویل: ددې قانون اصلي او بنسټیزې ځانګړتیاوې ددې قانون ثبات دی.

دا په داسې حال کې ده چې دپلټنې عالي اداره دهیواد اساسي قانون ته د درناوی لپاره دا ورځ هر کال لمانځي او د قانون دتطبیق په اړه خپله ژمنتیا څرکندوي.

sao

sao

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS