په پنجشیر ولایت کې د پلټنې ټاکل شوي پلاوي خپله کاري پروسه بشپړه او پایغونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۳:۴۹
gt5

د پلټنې عالي ادارې د (٣٠٦) CDګڼې حکم او ۱۴۰۱/۶/۱۹ هـ ش صلاحیت پاټې له مخې؛ د پنجشیر ولایت لپاره ټاکل شوي پلاوي په (۵۵) کاري ورځو کې په یاد ولایت کې خپله کاري پروسه بشپړه کړه او د یا ولایت له بیلابیلو مسولینو سره یې د پلټنې پایغونډه حوړه کړه، د یاد پلاوي امریت د ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي په غاړه و چې ورسره ښاغلي کریم الله شیرزي، ادیب الله کریمي او صهیب الله شریفي ملګري و.
یاد پلاوي په دې موده کې د پنجشیر ولایت امنیه قومندانۍ، کار او ټولنیزو چارو ریاست، پنجشیر ښاروالۍ او ددې ولایت د لوړو زده کړو موسسې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو چارې وپلټلې، چې په همدې کاري موده کې یې په پوره رښتینولۍ او صداقت سره ورته سپارل شوي مسولیتونه سم ادا کړل.
د کاري مودې په ورستۍ ورځ کې د پنجشیر ولایت له اړوندو ریاستونو له مسولینو سره پایغونډه جوړه کړه، د یاد ولایت له والي سره د پلټنې پایغونډه کې والي ددې ولایت په ریاستونو کې د پلټنې له ترسره شوي جریانه او د پلټونکو له چلنده خوښي وښودله او مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه: چې د پلټنې د پروسې وړاندیزونه په سم ډول عملي کړي.

43

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره کړه

د پلټنې عالي ادارې له کیفیته د ډاډ کمېټې په ادارو کې د پلټنې بهیر د کیفیت لوړولو په پار ناسته ترسره کړه، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي کوله او پکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د روغتیایي قوانینو له عملي کېدو د څار ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۳۶
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د معلولینو او معیوبینو بیارغونې روغتون کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې ریاست کفیل ښاغلي مولوي صبیح الدین. . .

BACK TO NEWS