دپلټنې عالي ادارې ستر سلاکار او نوي رئیسان معرفي شول
ښاغلی محمد نعیم حقمل د پلټنې عالي ادارې رئیس، د ادارې مرستیالان او مشرتابه پلاوي نن د شنبې ورځ، د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۹ نیټه، د یو غونډې په ترڅ کې، ښاغلی فضل الله نظامي په لومړی بست کې د عمومي رئیس ځانګړی سلاکار، ښاغلی مرتضی نوري په لومړی بست کې د کړنو او ځانګړې پلټنېعمومي رئیس، او ښاغلی فضل وهاب ممتاز په دوهم بست کې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې ریاست د رییس په توګه، د پلټنې عالي ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل چې د آزادې سیالۍ له لارې د دې بستونو ترلاسه کولو کې بریالی شوي.
لومړی، د پلټنې عالي ادارې رئیس او مرستیالانو، ارشد سلاکار او نوي رئیسانو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ په ویلو سره، هیله څرګنده کړه چې په دې خالي بستونو کې د داسې ځوان کدرونو په ټاکل کیدو سره، د پلټنې عالي ادارې ټیم به د ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د غونډې په دوام کې، د عمومي رئیس ستر سلاکار او ګمارل شوی نوي رئیسانو هر یو پخپل نوبت سره، د ولسمشر او د پلټنې عالي ادارې د عمومي رییس د باور څځه مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د پلټنې د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی نظامی د ماسټرۍ سند لري او مخکې له دې د پلټنې عالي ادارې د پالیسۍ او پلان رییس په توګه دنده ترسره کوله. همدارنګه ښاغلي نوري د مدیریت په مطالعاتو کې د PHD سند لري او د مخه یې د ملي تدارکاتو ادارې د پالیسۍ او ړوڼتیا مشاور په توګه دنده ترسره کوله. او ښاغلی ممتاز د ماسټرۍ سند لري او د ماليي وزارت د عامه او امنیتي سکټور د لګښتونو د بیاکتنې مسئول په توګه دنده ترسره کړی ده.